د نيولې شوي كسانو راخوشي كولو او په غزه كښې د اوږدې مودي جنګ بندۍ لپاره هڅي تندي كړې شوي ۔ د ترکيه صدر

انقره 30 نومبر (اے پي پي) د ترکيه صدر رجب طیب ایردوان وئيلي دي چې مونږ د نيولې شوي كسانو راخوشي كولو او په غزه كښې د اوږدې مودي جنګ بندۍ لپاره هڅې تندي كړي۔د چین خبر رسنې ادارې له مخې د فلسطینیانو سره د يووالي څرګندوني نړيوالي ورځ په موقع په سوشل میډیا ایکس جاری شوې پوسټ كښې ده ووئيل مونږ د نيولې شوې كسانو راخوشې كولو جنګ بندی مستقل کولو لپاره خپلي رابطي تندي كړې دي۔ده ووئيل هيله لرو چې زمونږ اقدامات به په سباؤن كښې په ګڼ اړخيزه ډول روان وي۔ده ووئيل د تركيه حکومت د غزه وګړو لپاره د بشري مرستې ترسیل روان ساتلې او تر اوسه 12 امدادی الوتكي مصر ته لېږلې شوي۔ده ووئيل مونږ د ژوبل شوې كسانو او په خاص توګه د کینسر رنځوران تركيې ته درملني لپاره راوړو او مونږ به په فزه كښې ترك فیلډ روغتون جوړوو د كوم لپاره چې د ځائې جانچ پړتال روان دې۔