پېښور۔ 29 نومبر(اے پی پی) د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام (بی آئي اېس پي) چیئرمېن ډاکټر محمد امجد ثاقب وئيلي دي بې وزله وګړي په مالي توګه په خپلو پښو اودرول د بېنظير انكم سپورټ پروګرام بنيادي مقصد دے۔ د شورؤ په ورځ په اچینی پېښور كښې د بي آئي اېس پي آفس دورې په مهال مستحقينو سره خپلو خبرو كښې ډاكټر امجد ثاقب ووئيل حكومت مستحق او ضرورت مند …
بې وزله وګړي په مالي توګه په خپلو پښو اودرول د بېنظير انكم سپورټ پروګرام بنيادي مقصد دے٬ ډاكټر محمد امجد ثاقب

مزید خبریں
پېښور۔ 29 نومبر(اے پی پی) د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام (بی آئي اېس پي) چیئرمېن ډاکټر محمد امجد ثاقب وئيلي دي بې وزله وګړي په مالي توګه په خپلو پښو اودرول د بېنظير انكم سپورټ پروګرام بنيادي مقصد دے۔ د شورؤ په ورځ په اچینی پېښور كښې د بي آئي اېس پي آفس دورې په مهال مستحقينو سره خپلو خبرو كښې ډاكټر امجد ثاقب ووئيل حكومت مستحق او ضرورت مند وګړي د سماجي او معاشي تحفظ په دائره كښې راوستلو له دوي لپاره د مالي مرستې برابرولو عزم لري۔ ډاكټر امجد د بی آئی اېس پی ملازمینو ته هدايت وكړو چې هغه خپل كار خواخوږۍ ٬ نرمۍ او رحمدلۍ سره ترسره كړي او ضرورتمندو مېرمنو ته په باوقاره توګه د مالي مرستې رسول باوري كړي۔ په دې موقع ده د بي آئي اېس پي ضرورتمندو مېرمنو سره خبرې هم وكړې٬ د دوئي مسئلې يۍ واورېدلې او عملې ته يۍ د دوئي د شكايتونو د لرې كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د احسان هر يو عمل صدقه ده او د بې وزله اولس خذمت يواځې نوكري نه بلكې يو نېك مقصد دے۔ ډاكټر امجد ملازمينو ته هدايت وكړو چې هغه خپلو كارونو كښې د شفافيت او كاركردګۍ اعلی معيار برقرار اوساتي۔ د بي آئي اېس پي چیئرمېن په مستحقينو زور راوړو چې هغوي د خپلو ماشومانو زده كړو ته پام وګرځوي او هغوي ته دې پېشه ور مهارتونه اوښائي دغسې چې هغوي د هېواد ٬د پرمختګ په عمل كښې په زړه پورې كردار ترسره كړي۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا د بي آئي اېس پي ډائرېكټر جنرل زهره اسلم د بي آئي اېس پي چيئرمېن په خېبر پښتونخوا كښې د بي آئي اېس پي آپرېشنز ٬ خذمات او مستحقينو ته د وركړو كېدونكو آسانيو په اړه خبر كړو










