ملګري ملتونه 29 نومبر (اے پي پي) پاکستان په غزه كښې د اسرائيل د بې درېغه طاقت كارولو غندنه كولو سره د ملګرو ملتونو په مركزي ادارو زور رواړے چې ھغوي په غزه كښې د اسرائيلي حارجيت او ظلمونو تحقيقات او د جنګي جرائمو ارتكاب كوٶنكو په ضد قانوني كاروائي كولو لپاره د خاص ټريبونل جوړولو پشمول په ممكن اقدامات غور وكړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نګران مستقل …
ملګري مللتونه دې په غزه كښې د جنګي جرائمو ارتكاب كوٶنكو په ضد قانوني كاروائۍ لپاره خاص ټرېبونل جوړ كړي۔ د پاكستان استازې محمد عثمان اقبال جدون
ملګري ملتونه 29 نومبر (اے پي پي) پاکستان په غزه كښې د اسرائيل د بې درېغه طاقت كارولو غندنه كولو سره د ملګرو ملتونو په مركزي ادارو زور رواړے چې ھغوي په غزه كښې د اسرائيلي حارجيت او ظلمونو تحقيقات او د جنګي جرائمو ارتكاب كوٶنكو په ضد قانوني كاروائي كولو لپاره د خاص ټريبونل جوړولو پشمول په ممكن اقدامات غور وكړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نګران مستقل نمائنده محمد عثمان اقبال جدون د عمومي اسمبلۍ د فلسطين په مسئله د كلنې مباحثې په مهال عمومي اسمبلۍ او سلامتي كونسل ته تجويز هم وړاندې كړو چې ھغه دې په غزه او لويديزه غاړه كښې د وګړو٬ مېرمنو او كوچنيانو لپاره د نړيوال حفاظتي فورس جوړولو د امكانات جاج واخلي۔ ده د اسرائيل لخوا د وګړو٬ د خوراك بنيادي څيزونو بندولو او په انفراسټركچر د طاقت استعمال غندنه كولو سره ووئيل دا هر څه د نسل كشۍ مترادف كېدے شي۔ ده ووئيل د اسرائيل لخوا د قتل عام لاره نيولو ته اړتيا ده او اسرائيل د مجرمانه اقداماتو لپاره ځواب وركونكے ګرځول پكار دي۔ ده فلسطينيانو سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه كولو سره په غزه كښې د محصور اولس په تكليفونو د غم دړد څرګندونه وكړه۔












