ملګري ملتونه 29 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د سوريه سيمې ګولان غرونو څخه د 4 جون 1967 نه پس د اسرائیل قبضې ختمولو په غوښتنه اډانه قرار داد په لوي اكثریت سره منظور كړے دے ۔د روس خبر رسنې ادارې تاس له مخې د قرار داد په حق كښې 91 او مخالفت كښې 8 ووټونه راغلي دغسې 62 هېوادونو د رائے شميره كښې برخه نه …
ملګري ملتونه، د ګولان د غرونو څخه د اسرائیلي قبضې ختمولو له قرار داد په اكثریت سره منظور كړے شو

مزید خبریں
ملګري ملتونه 29 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ د سوريه سيمې ګولان غرونو څخه د 4 جون 1967 نه پس د اسرائیل قبضې ختمولو په غوښتنه اډانه قرار داد په لوي اكثریت سره منظور كړے دے ۔د روس خبر رسنې ادارې تاس له مخې د قرار داد په حق كښې 91 او مخالفت كښې 8 ووټونه راغلي دغسې 62 هېوادونو د رائے شميره كښې برخه نه ده اخستي۔ د قرار داد ملاتړ كوونكو هېوادونو كښې چین ، روس، سعودی عرب، هند ، برازیل شامل دي دغسې د امریكې او برتانيې پشمول 8 هېوادونو د قرار داد مخالفت كړے۔ قرار داد الجیریا، وینزویلا، مصر، اردن ، عراق ، قطر، شمالی كوریا، كیوبا، كویت ، لبنان ، موریطانیه متحده عرب امارات ،سوريه او تیونس د اړخه وړاندې شوے ؤ۔ قرار داد كښې وئيلي شوي د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلي د اسرائیل څخه غوښتنه كوي چې د سوريه او لبنان سره خبرې اترې پيل كړي او په تيرو خبرو كښې د شوو لوظونو احترام وكړي۔ قرار داد كښې د د ملګرو ملتونو سیكرټری جنرل څخه خواست شوے چې په موجوده قرار داد د عملدرآمد رپورټ د جنرل اسمبلۍ 79مه غونډه كښې وړاندې كړي۔











