بلاول د ګوند لارښود كامران میمن سره د هغه د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كړه

كراچۍ 29 نومبر (اے پي پي) د پاكستان پیپلز پارټي چیئرمېن بلاول بھټو زرداری د پیپلز پارټي كنګری تحصیل لارښود كامران میمن سره د هغه د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔د بلاول هاؤس میډیا سیل د اړخه جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري د غمرازۍ په خپل پیغام كښې وئيلي دي مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔