مسلم ليګ (ن) د حكومت د تېرو څلورو كلونو كاميابۍ معمولي نه دي دا د تېرو 15 كلونو د كارونو نه زياتې دي

جهنډيال/فتح جنګ 13 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې په هېواد كښې به د جمهوريت استحكام سره پرمختګ وشي٬ د دې نه علاوه كومه بله چاره نشته٬كوم ټيكنو كرېټ يا غېر جمهوري حكومت پاكستان ته نه فائده وركړې او نه ئې وركولې شي٬ د مسلم ليګ (ن) د حكومت د تېرو څلورو كلونو كاميابۍ معمولي نه دي دا د تېرو 15 كلونو د كارونو نه زياتې دي٬د كال 2018م په ټول ټاكنو كښې اولس چې كومه هم پريكړه وكړي هغه به د پاكستان اولس قبلوي۔ ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د اسلام آباد څخه 83 كلوميټره لرې د اټك ضلع په جهنډيال سيمه كښې د تېل او ګاز د دريافت پروژې پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی محمد شهباز شريف٬وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد٬ د دفاع وزير خرم دستګير٬ جام كمال خان٬ د قامي اسمبلۍ غړی ملك اعتبار خان٬ د معدنياتو صوبائي وزير چوهدري شېرعلي٬ د پاكستان آئل فيلډ چيئرمېن او سي اي او شعېب ملك او د سيمې مشران په لويه شمېره موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې په هېواد كښې د پرمختګ عمل روان دې٬دا د هغو پالېسو نتيجه ده كومې چې محمد نواز شريف پېل كړی دي او مونږ يې مخ په وړاندې بوځو٬دا هغه كاميابي ده كومه چې هېواد د كال 2013م د ټاكنو له امله ترلاسه كړی٬هغه وخت چې اولس كومه پريكړه كړې وه نن يې ګټھ هېواد او قام ته رسي۔پھ تېرو څلورو كلونو كښې ترلاسه شوې كاميابۍ معمولي نه دي۔وزيراعظم ټولو ګوندونو ته چېلنج وركړو چې هغه دې د كال 1999 نه تر كال 2013م پورې كار يو خوا كېږدي او د معيشت پشمول كومه يوه څانګه دې هم واخلي انشاﺀالله زمونږ د څلورو كلونو كار به پھ دې 15 كلونو زيات وي۔وزيراعظم پھ سپينو ټكو ووئيل چې پھ هېواد ګښې به پرمختګ يوازې هغه وخت ممكن شي كله چې په هېواد كښې جمهوريت وده وكړي چې جمهوريت مضبوط وي نو په هېواد كښې به پرمختګ وي۔د دې نه علاوه بله كومه چاره نشته۔ده ووئيل چې كوم ټيكنو كرېټ يا غېر جمهوري حكومت پاكستان ته هېڅ نه دي وركړې او نه به يې وركړي٬د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به مونږ له جمهوريت قوي كول وي٬مونږ ته د اګست كال 2018م په ټاكنو كښې برخه اخستل دي او چې اولس كومه هم پريكړه وكړي نو د پاكستان اولس به يې قبلوي۔وزيراعظم د تېل او ګاز په موندلو د سيمې اوسېدونكو پي او اېل او د اټك آئل چارواكو او كاركنانو ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د اوږدې مودې نه پس په پنجاب كښې د تېل او ګاز يوه لويه پانګه موندل شوې او زه باور لرم چې په سباؤن كښې به هم داسې دريافتونه وشي۔زه پي او اېل او اټك ګروپ ته پھ دې پروژه كښې په سرمايه كارۍ كولو مباركي وركوم كومو چې د 15 ارب روپۍ سرمايه كاري كړې۔د دې فيلډ څخه به په ورځني بنياد 21 ملين كيوبك فټه ګاز ترلاسه شي دا دومره ګاز دې څومره چې د ساړه پھ موسم كښې پھ پینډۍ او اسلام آباد كښې كارول كېږي۔د دې نه علاوه به د دې كوهي څخه هره ورځ 2 نيم زره بېرل تېل او 50 ټنه اېل پي جي هم ترلاسه شي دا لويې زيرې دې او زه ټول ځايې خلكو ته مباركي وركوم دې سره به خلكو ته د روزګار او نوكرو موقعې هم په لاس راشي۔وزيراعظم ووئيل چې د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې مونږ نن د دې جوګه شوي يو چې ګاز كارونكو لپاره 24 ساعته ګاز شته۔وزيراعظم ووئيل چې د اوسني حكومت په دور كښې 103 دريافتونه شوي دي د كومو څخه چې 850 ملين كيوبك فټ ګاز په نظام كښې شامل شوې كوم چې د پاكستان د ټول پیداوار 22 فيصده دې د دې نه علاوه د 32 زره بېرل تېلو اضافه شوې كومه چې د پاكستان د ټول پیداوار درېمه برخه ده۔وزيراعظم ووئيل چې كله پاكستان جوړ شوې وو په ټول پاكستان كښې چې څومره برېښنا جوړه شوې وه هغه 20 زره مېګاواټه وه٬اوسني حكومت په څلورو كلونو كښې د لس زره مېګاواټ نه زياته برېښڼا په نظام كښې شامل كړه۔د توان د بحران په اړه اهداف ترلاسه كړی شوي دي د دې اهداف په ترسره كولو كښې مونږ ستونزو سره مخ شوي يو خو مونږ د دې ستونزو مقابله وكړه او كاميابۍ مو ترلاسه كړی٬نن هم مونږ چېلنجونو سره مخ يو خو پھ دې قابو موندلو لپاره به مونږ خپلې هڅې روانې ساتو او هېواد به خوشحال او پرمختللې جوړوو چرته چې د اولس ستونزې حل كېږي او معيشت قوي كېږي ستونزې به هم كمې وي۔وزيراعظم د اولسي استازو لخوا 50 كليو ته د ګاز وركولو په غوښتنه د سيمې ټولو كليو ته د ګاز وركولو اعلان وكړو او وې وئېل چې دا زما ذمه واري ده چې ټولو كليو ته ګاز وركړی شي٬اولسي استازو سره به مشوره كولې شي او ټولو سيمو ته به ګاز وركولې شي ځكه چې دا د سيمې د اولس حق دې٬حكومت به پھ دې لړ كښې ټول فنډ وركوي۔وزيراعظم د اټك پیټروليم پڅواني چيئرمېن او د سعودي كاروباري شخصيت عيث راشد خذمات وستائېل او وې وئېل چې د هغه لويې كردار دې٬دې هېواد لپاره چې ده څه كړي هغه به د تاريخ برخه وي۔هغه نن په مونږ كښې موجود نه دې٬مونږ د هغه لپاره دعا هم كوو۔د ده د وفات نه 6 مياشتې وړاندې مو ورسره ملاقات شوې وو كاروباري خلك تل د منافعې خبره كوي خو ده ماته وئېلي وو چې په پاكستان كښې په كوم ځاې سرمايه كاري كولې شم چرته چې د پاكستان اولس ته ګټه ورسي٬دستورې ته د پنجاب وزيراعلٰی محمد شهباز شريف هم وېنا وكړه