ټولو هېوادونو له به په ګډه د ترهه ګرۍ خاتمې له شريكې هڅې كول وي

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) خارجه دفتر وئيلي دي ترهه ګري شريك دښمن دے او ټولو هېوادونو له به په ګډه د ترهه ګرۍ خاتمې له شريكې هڅې كول وي٬ افغانستان كښې د هند كردار د منطقه په ګټه نه دے او د استخباراتي اطلاعاتو په بنياد پاك پوځ عمليات كړي٬ او د كاناډا وګړي ئې راخوشې كړي٬ امريكې د پاكستان مرسته او د كاميابو عملياتو ستائنه كړې …

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) خارجه دفتر وئيلي دي ترهه ګري شريك دښمن دے او ټولو هېوادونو له به په ګډه د ترهه ګرۍ خاتمې له شريكې هڅې كول وي٬ افغانستان كښې د هند كردار د منطقه په ګټه نه دے او د استخباراتي اطلاعاتو په بنياد پاك پوځ عمليات كړي٬ او د كاناډا وګړي ئې راخوشې كړي٬ امريكې د پاكستان مرسته او د كاميابو عملياتو ستائنه كړې ده ٬ امريكې او پاكستان د لوړې كچې رابطې روانې ساتلو له اتفاق كړې ٬ پاكستان به په افغانستان كښې امن ٬استحكام او مصالحت لپاره هڅې روانې ساتي٬ د بشري حقونو علمبردار دې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو نوټس واخلي ۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالوند پوښتنې په ځواب كښې وكړې۔ وياند د تخښتولې كاناډا وګړو راخوشې كولو پحقله دپوښتنې په ځواب ووئيل تخښتولې شوو له د استخباراتي اطلاعات په بنياد پاك پوځ عمليات كړي٬ او د كاناډا وګړي ئې راخوشې كړي۔ ده ووئيل كه استخباراتي اطلاعات په وخت وركول باوري كړې شي نو د ترهه ګرۍ په ضد كوټلې كاروائۍ ممكنه دي امريكې د پاكستان مرسته او د كامياب عملياتو ستائنه كړې ده۔ د پاكستان او امريكې د اړيكو په اړه وياند ووئيل په دې وروستيو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې ملاقاتونه ډېر ګتور وو او دواړو هېوادونو په هره كچه رابطې روانو ساتلو له اتفاق كړې۔ وياند ووئيل په اوسنۍ دوره كښې د لوړې كچې د امريكائي پلاوي پاكستان ته د دوره٬ په نيويارك كښې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د امريكې د نائب صدر مائيك پنس او په تېره اوونۍ كښې په واشنګټن كښې د خارجه وزير خواجه آصف د امريكې خپل همڅنګه رېكس ټېلرسن سره د ملاقوتونو تسلسل دے۔ پاکستان امريكائي چارواكو سره په ملاقاتونو كښې واضح كړې چې ترهه ګري شريك دښمن دے او دا يو شريكه مسئله ده او د نړۍ ټولو هېوادونو له به په ګډه د ترهه ګرۍ خاتمې له شريكې هڅې كول وي۔ د افغانستان پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل ٬ افغانستان كښې هندي كردار د منطقه په ګټه نه دے٬ هند پاكستان كښې د تخريبي هلو ځلو ٬ د ترهه ګرۍ او د ترهه ګرو په مالي معاونت كښې د ككړ دے٬ دغسې هند د افغانستان خاوره پاكستان كښې عدم استحكام لپاره كاروي ٬ ده ووئېل پاکستان افغانستان كښې د افغان دولت او د اولس په قيادت كښې د امن د عمل ملاتړ كوي۔ د مقبوضه کشمیر پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د كشمير كشاله د اوږدې مودې او د تېرو 70 ٶ كالو راهسې حل طلب ده٬ د كشمير كشالي حوارې د ملګرو ملتونو ذمه واري ده ٬ خو په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو ظلمونه او د بشري حقونو په سنګينو خلاف ورزيو نړيواله ورورولي او په خاص توګه د بشري حقويو علمبردارو خاموشي معني خېز ده٬