د خيبر پښتونخوا نګران وزيراعلی د ايم ډي كيټ ټيست انتظاماتو جاج اخستو له د عبد الولي خان پوهنتون دوره

پېښور ۔ 26 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی جسټس ریټائرډ سید ارشد حسین شاہد اېم ډي كېټ ټېسټ انتظاماتو جاج اخستلو له د عبد الولي خان پوهنتون مردان دور وكړه۔ اړوندو چارواكو ټېسټ لپاره د شويو انتظاماتو په اړه وزيراعلی ته بريفنګ وركړو۔ نګران وزيراعلی ته ووئيلې شوو چې اېم ډي كېټ لپاره په مردان سنټر كښې ټول 5443 امیدواررجسټرډ دي۔ غېر متعلقه كسانو ته به …

پېښور ۔ 26 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی جسټس ریټائرډ سید ارشد حسین شاہد اېم ډي كېټ ټېسټ انتظاماتو جاج اخستلو له د عبد الولي خان پوهنتون مردان دور وكړه۔ اړوندو چارواكو ټېسټ لپاره د شويو انتظاماتو په اړه وزيراعلی ته بريفنګ وركړو۔ نګران وزيراعلی ته ووئيلې شوو چې اېم ډي كېټ لپاره په مردان سنټر كښې ټول 5443 امیدواررجسټرډ دي۔ غېر متعلقه كسانو ته به د امتحاني مركز احاطې ته د ننوتو اجازه كله هم وركولې نه شي۔ دغسې د امتحاني مركز خوا ته د موبائل فونز په شمول په هر ډول ډيوائسز بندېز لګولے شوے دے۔ وزير اعلی ته ووئيلې شوو چې په امتحاني سنټر كښې د مطلوبه نګران عملې تعيناتي باوري كړې شوې ده۔ بلخوا د ضلعي انتظاميې لخوا د اېم ډي كېټ ټېسټ په مهال د برقي آلاتو او د نور ګېجټس په كارولو د دفعه 144 لاندې وړاندې څخه بندېز لګولے شوے دے۔

مزید خبریں