بلاول په شاپنګ مال كښې د اور لګيدو پيښې له امله په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

کراچی۔ 25 نومبر (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په كراچۍ كښې په شاپنګ مال كښې د اور لګېدو پېښې له امله په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د میډیا سېل بلاول هاؤس لخوا د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې بلاول زرداري غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل د افسوس وړ دې پېښه كښې ژوبل شويو …

کراچی۔ 25 نومبر (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په كراچۍ كښې په شاپنګ مال كښې د اور لګېدو پېښې له امله په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د میډیا سېل بلاول هاؤس لخوا د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې بلاول زرداري غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل د افسوس وړ دې پېښه كښې ژوبل شويو لپاره دې طبي آسانۍ باوري كړې شي۔ ده زياته كړه چې د پېښې دې بشپړه پلټنې وكړې شي دغسې چې په سباؤن كښی د دا ډول پېښو رامخې ته كېدو مخنيوې وكړې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په راشد منهاس روډ شاپنګ سېنټر كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښی مړو شويو كښې د 7 كسان شناخت شوے دے۔

مزید خبریں