غزه 24 نومبر (اے پي پي) د غزه تر تولو لوئ روغتون الشفاﺀ مشر او د طبی عملے نور غړي د اسرائیل پوځ په حراست كښې اخستلي دي۔ د سعودی ميډيا له مخې د الشفا روغتون يوې څانګي مشر خالد ابو سمرا ووئيل ډاكټر محمد ابو سلمیا څو ځله د سینئر ډاكټرانو سره نيولې شوي۔د حماس د سيورې لاندې د روغتيا وزارت چارواكو تصدیق كړې چې د الشفا روغتون ډائریكټر، …
غزه ، د الشفا روغتون مشر سره د عملے د نورو غړو ونيولې شو
غزه 24 نومبر (اے پي پي) د غزه تر تولو لوئ روغتون الشفاﺀ مشر او د طبی عملے نور غړي د اسرائیل پوځ په حراست كښې اخستلي دي۔ د سعودی ميډيا له مخې د الشفا روغتون يوې څانګي مشر خالد ابو سمرا ووئيل ډاكټر محمد ابو سلمیا څو ځله د سینئر ډاكټرانو سره نيولې شوي۔د حماس د سيورې لاندې د روغتيا وزارت چارواكو تصدیق كړې چې د الشفا روغتون ډائریكټر، يو ډاكټر او نرسنګ سټاف دوه كسان د اسرائیل پوځ نيولې دي۔د حماس په يو بيان كښې ډاكټر محمد ابو سلمیا او د طبی عملے د نورو غړو د نيولو غندنه كولو سره ریډ كراس نړيوالي كمېټۍ او نور نړيوالو تنظیمونو ته اپيل كړې چې په سمدستي توګه د هغوې د راخوشي كولو هڅي وكړي۔












