پېښور ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د آسټرېلین هائی کمشنر مسټر نیل هاکنز په مشرۍ كښې د آسټرېلین هائی کمېشن پلاوي د خېبر پښتونخوا آئی جی پولیس اختر حیات خان سره په سنټرل پولیس آفس پېښور كښې ملاقات كړے ۔ په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا په پېشه ورو او په خاص توګه د ترهګرۍ او جرمونو مخنيوي په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اختر حيات خان د …
د آسټریلین هائی کمېشن پلاوي د خېبر پښتونخوا آئي جي پوليس سره ملاقات

مزید خبریں
پېښور ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د آسټرېلین هائی کمشنر مسټر نیل هاکنز په مشرۍ كښې د آسټرېلین هائی کمېشن پلاوي د خېبر پښتونخوا آئی جی پولیس اختر حیات خان سره په سنټرل پولیس آفس پېښور كښې ملاقات كړے ۔ په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا په پېشه ورو او په خاص توګه د ترهګرۍ او جرمونو مخنيوي په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اختر حيات خان د پلاوي غړو سره خپلو خبرو كښې ووئيل په صوبه كښې د ترهګرۍ مخنيوي او امن راوستو له د فعاله ګامونو له امله بهتري راغلې ده۔ آئی جی پی د پلاوي غړي د پوليس فورس ځوانانو استعدادي صلاحيتونه زياتولو او عصري پوليسنګ ته وده وركولو له د روانو هڅو په اړه هم خبر كړل۔ پلاوي په خېبر پښتونخوا پوليس كښې معارفي كړو اصلاحاتو كښې ژوره خوښي ولرله او ده ته يۍ په ټېكنالوجي اډانه پوليسنګ او د عصري تربيې په اړه د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔ پلاوي په كښې قونصلر ( پولیس لیزان) مسټر جوش اوکونر، فرسټ سېکرټری(پولیټیکل) مس وکټوریا بېنکس او پروګرام آفیسر فریحه شمیم شامله وه۔ په دې موقع دوي يو بل له شيلډز هم وركړل











