پېښور ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د جنوبي وزيرستان وانا په دژه غونډۍ سيمه كښې د بمي چاودنې له امله د قبائيلي مشر اسلم نور وزير او د هغه د دوو زامنو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي۔ د ضلعي پوليس افسر فرمان له مخې قبايلي مشر اسلم نور وزير رستم بازار څخه په خپل موټر کښې کور ته روان و چې دژه غونډۍ ته نزدې يو زوروره …
د وانا په دژه غونډۍ سيمه كښې بمي چاؤدنه ٬ د قبائيلي لارښود نور وزير په شمول څلور كسان مړه

مزید خبریں
پېښور ۔ 23 نومبر (اے پی پی) د جنوبي وزيرستان وانا په دژه غونډۍ سيمه كښې د بمي چاودنې له امله د قبائيلي مشر اسلم نور وزير او د هغه د دوو زامنو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي۔ د ضلعي پوليس افسر فرمان له مخې قبايلي مشر اسلم نور وزير رستم بازار څخه په خپل موټر کښې کور ته روان و چې دژه غونډۍ ته نزدې يو زوروره چاؤدنه وشوه۔ د چاودنې په نتيجه كښې سردار اسلم نور وزیر، د هغه دوه زامن او یو ملګرے ووژل شو۔ په دې پېښه كښې 3 كسان ژوبل شوي هم دي كوم چې وانا روغتون ته منتقل كړې شول۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې سردار اسلم نور وزیر ته د حکومت لخوا صدارتي ایوارډ هم ورکړے شوے و۔











