د سوئېلي افريقې قامي اسمبلۍ د اسرائيل سفارت بندولو قرارداد منظور كړو

كيپ ټاؤن 22 نومبر(اے پی پی)د سوئېلي افريقې قامي اسمبلۍ د اسرائيل سره سفارتي اړيكو منقطع كولو او د اسرائيل سفارتخانه بندولو په اړه قرارداد منظور كړے دے ۔د تركيې خبري اژانس له مخې د ووټنګ په مهال د قرارداد په ملاتړ كښې 248 رائے او مخالفت كښې 91 رائے اچولې شوي۔قرارداد د سوئېلي افريقې مخالفې ډلې اقتصادي آزادۍ ګوند (اي اېف اېف)لخوا وړاندې كړے شوے او د حكومتي ډلې …

كيپ ټاؤن 22 نومبر(اے پی پی)د سوئېلي افريقې قامي اسمبلۍ د اسرائيل سره سفارتي اړيكو منقطع كولو او د اسرائيل سفارتخانه بندولو په اړه قرارداد منظور كړے دے ۔د تركيې خبري اژانس له مخې د ووټنګ په مهال د قرارداد په ملاتړ كښې 248 رائے او مخالفت كښې 91 رائے اچولې شوي۔قرارداد د سوئېلي افريقې مخالفې ډلې اقتصادي آزادۍ ګوند (اي اېف اېف)لخوا وړاندې كړے شوے او د حكومتي ډلې قومي كانګرېس هم د دې ملاتړ كړے۔د يادونې وړ ده په قرارداد د رايو شمېرو نه وړاندې د سوئېلي افريقې چارواكو په غزه د اسرائيل بريدونو په اړه د بيانونو په ځواب كښې اسرائيل پريټوريا كښې تعينات خپل سفير الياق بيلسټر كووسكي مشاورت لپاره بيرته د رابللو اعلان كړے ؤ۔

مزید خبریں