انډونیشیا كښې د 6.6 شدت زلزله ، تر اوسه د يو كس د مرګ اطلاع تر لاسه شوې

جکارتہ۔22نومبر (اے پی پی)د انډونیشیا په شمالي مالوکو ولايت كښې د 6.6 شدت زلزله ریکارډ كړې شوې چې پكښې تر اوسه د راغلو خبرونو تر مخه يو كس مړ شوے او د سونامي خبردارے نه دې جاري كړے شوے ۔ د چین خبر رسنې ادارې تر مخه د موسمیات او جیو فزکس ایجنسۍ وئېلې دي د انډونیشیا په شمالي مالوکو ولايت كښې سحر9 بجې او په 48 منټه د زلزلې …

جکارتہ۔22نومبر (اے پی پی)د انډونیشیا په شمالي مالوکو ولايت كښې د 6.6 شدت زلزله ریکارډ كړې شوې چې پكښې تر اوسه د راغلو خبرونو تر مخه يو كس مړ شوے او د سونامي خبردارے نه دې جاري كړے شوے ۔ د چین خبر رسنې ادارې تر مخه د موسمیات او جیو فزکس ایجنسۍ وئېلې دي د انډونیشیا په شمالي مالوکو ولايت كښې سحر9 بجې او په 48 منټه د زلزلې جړقونه محسوس شول چې شدت ئې په ریکټر سکیل 6.6 ریکارډ کړے شوے او پكښې يو كس مړ شوے ۔د زلزلې مرکز په ہلمهرہ بارات اولسوالۍ كښې 68 کلومیټره شمال مغرب ته د سمندر په تل كښې 109 کلومیټره ژور ؤ