بېروت۔22نومبر(اے پی پی) په لبنان کښې د اسرائیل د راکټي برید په نتيجه كښې دوه خبریالان او یو عام وګړے وژل شوے دے۔ د سعودي خبر رسنې ادارې د لبناني رسنيو حواله وركولو سره وئيلي چې دا پېښه د لبنان او اسرائیل ترمنځ په سرحدي سیمه کښې طیر حرفا ښار ته نږدې رامخې ته شوه بياهم خبر رسنې ادارې د دې پېښې په اړه نور تفصيلات نه دي وړاندې كړې۔ …
په لبنان د اسرائيل لخوا راكټ بريد – دوه خبريالان ٬ يو عام وګړے ووژل شو
بېروت۔22نومبر(اے پی پی) په لبنان کښې د اسرائیل د راکټي برید په نتيجه كښې دوه خبریالان او یو عام وګړے وژل شوے دے۔ د سعودي خبر رسنې ادارې د لبناني رسنيو حواله وركولو سره وئيلي چې دا پېښه د لبنان او اسرائیل ترمنځ په سرحدي سیمه کښې طیر حرفا ښار ته نږدې رامخې ته شوه بياهم خبر رسنې ادارې د دې پېښې په اړه نور تفصيلات نه دي وړاندې كړې۔ د ايراني حمايت يافته ټي وي الميادين لمخې اسرائيلي پوځ د خبريالانو يوه ډله په نخښه كړه كومه چې پولې ته نزدې د اسرائيلي بريدونو كورېج لپاره موجود وه۔ د اسرائيلي پوځ د خبريالانو په ډله د بريد په نتيجه كښې خبريال فرخ عمر او يو كېمره مېن ربيع المامري ووژل شو











