بیجنګ۔21نومبر(اے پی پی) د چين خارجه وزير وانګ اي د غزه په روانه وضعه سخته اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چین تل د فلسطيني اولس د جائزو ملي حقونو بحالولو منصفانه مقصد بشپړ ملاتړ كړے دے ، چین ټول عمري د فوري جنګ بندۍ ٬ د عامو وګړو د حفاظت ٬ د بشري وضعې بهترۍ او د دوه رياستي حل عملي كولو وكالت كړے دے او د فلسطين مسئلې …
چين د فلسطين مسئلې حل لپاره د هلو ځلو دوامداره ساتلو اعلان وكړو
بیجنګ۔21نومبر(اے پی پی) د چين خارجه وزير وانګ اي د غزه په روانه وضعه سخته اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي دي چین تل د فلسطيني اولس د جائزو ملي حقونو بحالولو منصفانه مقصد بشپړ ملاتړ كړے دے ، چین ټول عمري د فوري جنګ بندۍ ٬ د عامو وګړو د حفاظت ٬ د بشري وضعې بهترۍ او د دوه رياستي حل عملي كولو وكالت كړے دے او د فلسطين مسئلې فوري منصفانه او تلپاتي حل لپاره به كوټلې هلې ځلې روانې ساتي۔ د نهې په ورځ د چين د خپرونو ادارې له مخې د چين خارجه وزير د دې خيالاتو څرګندونه د فلسطین خارجه وزير ریاض المالکی سره د دوه اړخيزه سفارتي اړيكو 35 مې سالګرې په موقع يو بل ته د مباركۍ پېغامونو وركولو په مهال وكړه۔ ۔وانګ ای ووئيل د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره به زړه پورې ملګرتيا لري۔ سږ كال جون كښې د دواړو هېوادونو مشرانو د اسټرېټجک پارټنرشپ جوړولو اعلان كړے ؤ په كوم كښې چې د دوه اړخيزه اړيكو د پرمختګ اړخ په ګوته كړے شوے ؤ۔ په دې موقع فلسطيني خارجه وزير ووئيل فلسطین د بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو، ګلوبل ډوېلپمنټ انېشی اېټو، ګلوبل سېکېورټی انېشی اېټو او د صدر شی جن پنګ لخوا د وړاندې كړي ګلوبل سولائزیشن انېشی اېټو بشپړ ملاتړ كوي او په ون چائنا پالېسۍ به سختۍ سره عمل كوي۔ ده ووئيل فلسطين د غزه شخړې په اړه د چين د منصفانه دريځ او منصفانه مقصد لپاره د فلسطيني اولس د ملاتړ ستائنه كوي











