كيف21نومبر(اے پی پی)د المان دفاع وزير بورس پسټورئيس د يوكرين ملاتړ له د المان د عزم پخلي كولو لپاره په غېر اعلانيه دوره كيف ته رسېدلے دے۔د فرانسيسي خبري اژانس له مخې د امريكې نه پس المان د يوكرين پوځي مرسته كونكے دوهم لوي هېواد دے۔د المان دفاع وزير د يوكرين ملاتړ له د المان د عزم پخلي كولو لپاره په غېر اعلانيه دوره د نهې په ورځ د ټرين …
د المان دفاع وزير په غېر اعلانيه دوره يوكرين ته ورسېد
كيف21نومبر(اے پی پی)د المان دفاع وزير بورس پسټورئيس د يوكرين ملاتړ له د المان د عزم پخلي كولو لپاره په غېر اعلانيه دوره كيف ته رسېدلے دے۔د فرانسيسي خبري اژانس له مخې د امريكې نه پس المان د يوكرين پوځي مرسته كونكے دوهم لوي هېواد دے۔د المان دفاع وزير د يوكرين ملاتړ له د المان د عزم پخلي كولو لپاره په غېر اعلانيه دوره د نهې په ورځ د ټرين د لارې يوكرين ته رسېدلے دے۔ده د يوكرين پايه تخت كيف كښې ميډن سكوائر ته په رسېدو خبرو كښې ووئيل د يوكرين ملاتړ وعده كونكې يو او د يووالي څرګندونې لپاره يو ځل بيا يوكرين ته راغلے يم۔د المان د دفاع وزير به د يوكرين صدر ولودیمیر زیلنسکی او خپل يوكريني هم څنګ سره ملاقات او د ملټري ټريننګ سينټر دوره كوي











