جهانګير ترين سره نوموړي كاروباري شخصيت چوهدري شفقت رياض ګوندل وليدل

لاهور 20 نومبر (اے پي پي) د استحکام پاکستان پارټۍ پيټرن انچيف جهانګير خان ترين سره برتانيه سره تعلق لرونكي نوموري كاروباري شخصيت چوهدري شفقت رياض ګوندل ليدلي دي ٬ په دې موقع چوهدري شفقت رياض ګوندل په استحکام پاکستان پارټۍ كښې شموليت هم وكړو٬ جهانګير ترين چوهدري شفقت رياض ګوندل ته د ګوند مفلر ورپغاړه كولو سره په ګوند كښې په شاملېدو هركلے اووې۔ د ملاقات په مهال د آئي پي پي سينئر لارښود اسحاق خان خاکواني هم موجود ٶ۔