برسلز 20 نومبر (اے پي پي)بیلجیئم كښې د پاكستان سفير آمنه بلوچ برسلز كښې د سلطنت عمان سفيرانو عيسٰی اشرف الزادجلي سره ملاقات كړے دے او د دواړو هېواونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو دائره كار زياتولو په اړه ئې د خيالاتو څرګندونه كړی ده ۔برسلز كښې د پاكستان سفارت لخوا په سوشل مېډيا پليټ فارم ايكس يو پوسټ كښې وئېلي شوي چې په ملاقات كښې دواړو ډلو د ملګرتيا اړيكو او مرستې زياتولو د عزم پخلے كړے دے