
اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي دا اوس مهال په هېواد كښې د 4525 اربه روپو 90 كروړه پنځه لكه نوټونه په ګردېش كښې دي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سينيټر محسن عزيز د پنځه زر نوټ پحقله په تحريك بحث راغونډولو كښې مرتضيٰ سولنګي ووئيل د پنځه زرو نوټ په وړومبي ځل د مئي په 27مه نيټه كال 2006 كښې جاري شوے ٶ، اوسمهال په هېواد كښې د 4525 اربه روپو ماليت 90 كروړه پنځه لكه نوټونه په ګردېش كښې دي۔ ده ووئيل سټېټ بېنك چې كومه كرنسي جاري كوي يا ختموي ھغه باقاعده د قانون له مخې وي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف په حكومت كښې د سټېټ بېنك په اېكټ كښې بدلون كولو سره سټېټ بېنك لا زيات خپلواكه كړے شوے ، دا د بنيادي اقتصادي پاليسۍ معامله ده٬ ده ووئېل د لنډ مهاله حكومت په ځاے كه راتلونكې پارلمان د سټېټ بېنك د آزادۍ پحقله پرېكړه وكړي نو دا به مناسب وي، كه په دې معامله بحث اوشي نو د خزانې وزير به د دې ځواب وركړي، ده ووئېل مونږ ھغه مناظر ليدل نه غواړو كوم چې زمونږ ګاٶنډي هېواد كښې د ډي موناټائزېشن په وخت تر نظره شوي وٶ۔ د دې نه وړاندې په تحريك خبره كښې سينيټر محسن عزيز ووئيل په هېواد كښې د پنځو زرو نوټ افراط زر او د بدعنوانۍ سبب دے٬ د دې خاتمې لپاره په سمدستي توګه اقدامات پكار دي۔ سينيټر وليد اقبال ووئيل د پنځه زره روپو د نوټ جمع كوٶنكو رېكارډ هم مرتب كول پكار دي