د بلوچستان نګران وزیر اعلی سره د امریكې سفیر او قونصل جنرل ملاقات،د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه

كوئټه 20 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان نګراں وزیر اعلیٰ میر علی مردان خان ډومكی سره د ګل په ورځ په پاكستان كښې تعینات د امریكې سفیر ډونلډ بلوم او قونصل جنرل (كراچي) كونرډ ټریبل ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نګراں وزیر اعلیٰ د امریكې سفیر او قونصل جنرل سره خبرو كښې ووئيل بلوچستان د روایتونو امین صوبه ده …

كوئټه 20 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان نګراں وزیر اعلیٰ میر علی مردان خان ډومكی سره د ګل په ورځ په پاكستان كښې تعینات د امریكې سفیر ډونلډ بلوم او قونصل جنرل (كراچي) كونرډ ټریبل ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نګراں وزیر اعلیٰ د امریكې سفیر او قونصل جنرل سره خبرو كښې ووئيل بلوچستان د روایتونو امین صوبه ده كومه چې د سرمایه كارۍ لپاره يوه مناسب سيمه ده ٬ په بلوچستان كښې امن ، تعلیم ، د ميرمنو معاشی پرمختګ او مواصلات پشمول په نورو څانګو كښې روان د امريكې په مرسته منصوبه لويې اهمیت لري۔د امریكې حكومت او اولس د تعلیم او په خاص توګه د انجونو تعليم لپاره په زړه پوري مرسته كړې۔ په دې موقع د امریكې سفیر ووئيل د پاكستان او امریكا ترمينځه اړيكې په سم پلو مخ په وړاندې رواني دي او مونږ په شريك عزت او احترام اډانه اړيكو كښې خوښي لرو۔ ده ووئيل دې څخه وړاندې هم ما د بلوچستان دوره كړې او بلوچيانو تل زما په زړه پوري ميلمستيا كړې۔

مزید خبریں