د ملګرو ملتونو مشر يو ځل بيا په غزه كښې د جنګ بندۍ غوښتنه وكړه

ملګري ملتونه 20 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش يو ځل بيا په غزه كښې د جنګ بندۍ غوښتنه كړې او د صحت نړيوالې ادارې د تېرو څلورو ورځو په مهال د اسرائيل د بربريت په نخښه شوې د غزہ الشفا روغتون”دېتھ زون” ګرځولے دے۔ د ملګرو ملتونو د نورو ادارو عهدېدارو هم د عمومي سېكتر د دې اپيل ملاتړ كړے دے چي پكښې په غزه كښې د 23 لكه مېشته وګړو په خاص توګه د اسرائيلي پوځ د كاروائيو په سبب د بې كوره شوې 17 لكه فلسطينيانو حالات ښه كولو لپاره وئيلې شوې دي۔ په دې موقع عمومي سېكتر ووئيل چې په دې جنګ كښې د مېرمنو او كوچنيانو پشمول د عام وګړو د وژنې شمېره حېرانه كوؤنكې او نه قبلولو وړ ده٬ بايد دا پوځي كاوروائۍ بندې كړې شي۔ ده ووئيل زه يو وارې بيا د بشري خواخوږۍ په بنياد په غزه كښې د جنګ بندۍ اپيل كوم.