نړيواله ورورولي دې په غزه كښې د انساني الميې مخنيوي لپاره فوري اقدامات وكړي د چين خارجه وزير

بیجنګ۔20 نومبر(اے پی پی) چين په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې په غزه كښې د رامخې ته كېدونكې انساني الميې مخنيوي لپاره فوري ګامونه پورته كړي۔ د فرانسیسی خبري اژانس له مخې د چين خارجه وزير وانګ یی په پلازمينه بيجنګ كښې د روانې اونۍ په مهال د فلسطين په صورتحال بحث كولو لپاره د چين په دوره راغلې د فلسطین، انډونیشیا، مصر، سعودی عربستان او اردن خارجه وزيرانو سره خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ له به د غزه صورتحال په فوري توګه د معمول لمخې كولو او په منځني ختيز كښې زر تر زره امن بحال كولو له كار كولو له اړتيا ده۔ ده د او آئي سي عمومي سېكتر په شمول ټولو مندوبينو ته ووئيل په غزه كښې انساني تباهي خپرېږي۔ ده ووئيل د غزې وضعه د ګردې نړۍ هېوادونه اغېزمن كوي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به د دې تباهۍ مخنيوي لپاره فوري او فعاله ګامونه پورته كول وي۔