برازیلیا 20 نومبر (اے پي پي) په برازیل كښې د بارانونو له امله 7 كسان مړه او 3 بې دركه شوي دي ۔د چین خبر رسني ادارې له مخې د برازیل ریاست ریو ګرانډے ډو سل كښې د زياتو بارانونو له امله 4 كسان مړه او دوه بې دركه شوي دي ،دغسې ریاست سانتا کیټرینا كښې درې كسان مړه او يو بې دركه شوے ۔سول ډیفنس وئيلي دي سانتا کیټرینا 295 میونسپلټیز كښې 62 سيمې ځپلې شو چې پكښې په 17 كښې د بيړني حالت اعلان شوے ۔ده ووئيل د بارانونو له امله 31 زره څخه زيات كسان ځپلې شوي دي ۔