غزه لپاره د مرستې كمپائن په مهال تر اوسه 513 ملیونه ریال جمع شوي۔ سعودی عربستان

ریاض 20 نومبر(اے پي پي) د سعودی عربستان د اړخه د غزه ځپليو مرستي لپاره پيل شوې د اولسي مرستې كمپائن كښې تر اوسه 513 ملیونه ریال څخه زيات جمع كړې شوي۔د عرب نیوز له مخې د خادم الحرمین الشریفین شاه سلمان بن عبدالعزیز او ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان په سپارښتنه غزه لپاره د اولسي مرستې كمپائن روان دے او تر اوسه 513 ملیونه ریال څخه زيات رقم جمع کړے شوے۔ د غزه ځپليو لپاره پيل شوې د مرستې كمپائن ’’ساھم ‘‘ كښې تر ټولو اول شاه سلمان بن عبدالعزیز د اړخه 30 ملیونه ریال د مرستې رقم جم كړے شو او دې نه پس ولی عهد مملکت شهزاده محمد بن سلمان دې كمپائن كښې 20 ملیونه ریال جمع كړل۔