غزه – الشفا روغتون رنځورانو ته د نورو خذماتو وړاندې كولو جوګه نه دے پاتے شوے٬ د روغتيا نړيواله اداره

جنیوا 20 نومبر (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې ډائرېکټر جنرل ټیډروس ادانوم ګیبریسیوس وئيلي دي چې په غزه كښې الشفا روغتون رنځورانو ته د نورو خذماتو وړاندې كولو جوګه نه دے پاتے شوے۔ په اېکس جاري شوې پوسټ كښې ده ووئيل په غزه كښې شفا روغتون اوس د رنځورانو نور خيال ساتلې نه شي كوم چې اسرائیلی ناکه بندۍ او بريدونو سره مخ شوے۔ےده ووئيل اوبه ٬ خوراك …

جنیوا 20 نومبر (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې ډائرېکټر جنرل ټیډروس ادانوم ګیبریسیوس وئيلي دي چې په غزه كښې الشفا روغتون رنځورانو ته د نورو خذماتو وړاندې كولو جوګه نه دے پاتے شوے۔ په اېکس جاري شوې پوسټ كښې ده ووئيل په غزه كښې شفا روغتون اوس د رنځورانو نور خيال ساتلې نه شي كوم چې اسرائیلی ناکه بندۍ او بريدونو سره مخ شوے۔ےده ووئيل اوبه ٬ خوراك او ايندهن نشته، طبی سامان ختم شوې۔ده ووئيل د ماشومانو پشمول د رنځورانو ناوړه حالت كتلو سره طبی کارمندانو رنځورانو ته روغتونو څخه د وتلو خواست كړې دې۔ده ووئيل مونږ خپلو شراکت دارو سره په سمدستي توګه د انخلاء منصوبه جوړولو له كار كوو او غوښتنه كوو چې دا منصوبه دې په بشپړه ډول عملي كړې شي۔

مزید خبریں