تل پاتې پرمختګ د موجودہ نړيوالو مسئلو حل لپاره د “سرو زرو كنجي” ده۔ د چين صدر

سان فرا نسسکو 17 نومبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي تل پاتې پرمختګ د موجودہ نړيوالو مسئلو حل لپاره د "سرو زرو كنجي" ده٬ په موجودہ وضعه كښې مونږ له د لا اتفاق تر مخه اقدامات پلو پام ګرځول او د نړيوال تل پاتي پرمختګ مقصد له زياتې ډاډګيرنې ته اړتيا ده۔ د چين د خپرونو ادارې له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه …

سان فرا نسسکو 17 نومبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي تل پاتې پرمختګ د موجودہ نړيوالو مسئلو حل لپاره د “سرو زرو كنجي” ده٬ په موجودہ وضعه كښې مونږ له د لا اتفاق تر مخه اقدامات پلو پام ګرځول او د نړيوال تل پاتي پرمختګ مقصد له زياتې ډاډګيرنې ته اړتيا ده۔ د چين د خپرونو ادارې له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه په سان فرانسسکو كښې د اېپك مشرانو په غېر رسمي مكالمه كښې د ګډون په مهال كړې۔ د چين صدر ووئيل تل پاتي پرمختګ لپاره دې ملګرو ملتونه د 2030 په اېجنډا عملدرآمد ګړندے كړي او ګرين پرمختګ او بدلون لپاره دې نوې لاره تخليق كړي۔ ده ووئيل مونږ له د موسمياتي بدلون په ضد نړيوال غبرګون يو كولو ته اړتيا ده ۔ شي جن پنګ په دې خبره زور رواړو چې چين د پرمختګ نوے تصور په بشپړه توګه نافذ كړے دے، په معيشت او ټولنه كښې مو يو جامع ګرين او د كم كاربن بدلون ته وده وركړې ده ٬ چين به په انسانيت او د فطرت په همكارۍ آډانه نړۍ جوړولو كښې خپل كردار دوامدار ساتي ۔ ده ووئېل ګرين بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو ته وده وركولو لپاره به چين ګرين انفراسټرکچر، ګرين انرجي او ګرين ټرانسپورټيشن له مرسته زياتوي او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو سره به د موسمياتي بدلون مرستې لپاره د خاص فنډز د لارې د هغوي د كار استعداد زياتولو له مرسته كوي۔ ده ووئيل چين په يوه نړيواله پرمختيائي ورورولۍ او يوه پاكه او ښائسته نړئ جوړولو له زياتې مرستې كولو سره د ټولو ډلو سره كار كولو له چمتو دے۔