مقبوضه بېت المقدس ۔17 نومبر(اے پي پي) د اسرائيل پوځ په جنېن سيمه كښې د ابن سينا روغتون زر تر زره د خالي كولو هم امر كړے دے ۔ د فلسطين خبر رسنې ادارې تر مخه د اسرائيل پوځ مغربي كناره كښې په تازه چهاپه مار كاروائيو كښې د طبي عملي هم دوه غړي نيولي دي۔ د راپور تر مخه د اسرائيل ځواكونو د څو اړخو نه روغتون د څو …
د اسرائيل پوځ د ابن سينا روغتون د خالي كولو هم امر وكړو

مزید خبریں
مقبوضه بېت المقدس ۔17 نومبر(اے پي پي) د اسرائيل پوځ په جنېن سيمه كښې د ابن سينا روغتون زر تر زره د خالي كولو هم امر كړے دے ۔ د فلسطين خبر رسنې ادارې تر مخه د اسرائيل پوځ مغربي كناره كښې په تازه چهاپه مار كاروائيو كښې د طبي عملي هم دوه غړي نيولي دي۔ د راپور تر مخه د اسرائيل ځواكونو د څو اړخو نه روغتون د څو ساعته څخه په محاصره كښې اغستلے دے ۔ دغسې ځواكونو د اېمبولېنسز تلاشي هم اغستې او د لوډ سپيكر څخه ئې د روغتون خالي كولو اعلانونه كړي دي۔ د اسرائيل پوځ طبي عملې ته لاس په سر اېښودو سره د عمارت څخه د وتلو هم ووئېل او بيا د روغتون په انګڼ كښې ئې د هغوي تلاشي هم اغستې ده۔ د دې نه وړاندې تېره شپه د اسرائيل ځواكونو په جنېن ښار او د پناه ګزينو په كېمپ كښې د لږ نه لږ 7 كسان ګرفتار كړي هم دي او څو كوڅې ئې ويجاړې كړې هم دي۔ دغسې په ډزو او ډرون بريدونو كښې ګڼ كسان ژوبل شوي دي۔









