پېرس۔16نومبر(اے پی پی) پاكستان كال 2023 څخه تر كال 2027 مودې لپاره يو وارې بيا د يونېسكو د اېګزېكټو بورډ غړے ټاكلے شوے دے۔ په یونېسکو كښې د پاكستان مستقل استازي خپل بيان كښې وئيلي دي پاکستان د رائے په شمېره كښې اكثريت ترلاسه كړے ۔ ده خپل بيان كښی په باور كولو د غړو هېوادونو مننه كړې۔ بيان كښې وئيلې شوي په اېګزېکټو بورډ كښې د خذمات ترسره كولو …
پاكستان يو وارې بيا د يونېسكو د اېګزېكټو بورډ غړے وټاكلے شو
پېرس۔16نومبر(اے پی پی) پاكستان كال 2023 څخه تر كال 2027 مودې لپاره يو وارې بيا د يونېسكو د اېګزېكټو بورډ غړے ټاكلے شوے دے۔ په یونېسکو كښې د پاكستان مستقل استازي خپل بيان كښې وئيلي دي پاکستان د رائے په شمېره كښې اكثريت ترلاسه كړے ۔ ده خپل بيان كښی په باور كولو د غړو هېوادونو مننه كړې۔ بيان كښې وئيلې شوي په اېګزېکټو بورډ كښې د خذمات ترسره كولو ذمه وارۍ سپارلې كېدل پاكستان لپاره د وياړ خبره ده۔ په بيان كښی په دې خبره زور راوړلے شوے چې پاكستان د انسانيت فکري او اخلاقی يووالي ،تعلیم، سائنس، كلتور او مواصلات د لارې نړيوال امن او پرمختګ ته وده وركولو له د يو نړيوال فورم په توګه د يونېسكو د مهم كردار تل قدر كړے دے۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي د یونېسکو د اېګزېكټو بورډ غړي په حېث د پاكستان يو وارې بيا ټاكنه د ملګرو ملتونو د ملاتړ او په نړيوالو فورمونو د تعميري كردار ثبوت دے










