بيجنګ 16 نومبر (اے پي پي) د چين په شانسي ولايت كښې په ودانۍ كښې د اور لګېدو پېښې له امله د مړو شمېره 26 ته رسېدلې ده او يو شمېر كسان په روغتون كښې داخل كړے شوي ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې سركاري چارواكو وئيلي دي په ليوليانګ ښار په لېشي سيمه كښې د زيارت په ورځ 6:50 بجې د سكرو په كمپنۍ د يونګجو په …
چين، په ودانۍ كښې د اور لګېدو له امله د مړو شمېره 26 ته ورسېده
بيجنګ 16 نومبر (اے پي پي) د چين په شانسي ولايت كښې په ودانۍ كښې د اور لګېدو پېښې له امله د مړو شمېره 26 ته رسېدلې ده او يو شمېر كسان په روغتون كښې داخل كړے شوي ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې سركاري چارواكو وئيلي دي په ليوليانګ ښار په لېشي سيمه كښې د زيارت په ورځ 6:50 بجې د سكرو په كمپنۍ د يونګجو په څلور منزله ودانۍ كښې د اور لګېدو له امله 26 كسان مړه شوې دي۔ د دې نه وړاندې ځائي ميډيا وئيلي وٶ چې د ودانۍ څخه 63 كسان رېسكيو كړے شوي چې پكښې 51 روغتون ته منتقل كړے شوي ۔ د چين صدر شي جن پنګ ژوبل شوو ته د درملنې آسانۍ وركولو سره د پېښې د پلټنو امر كړے دے










