ملګري ملتونه ۔16نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال تنظيم (ډبليو اېچ او) ډي جي ټیډروس ازبانوم ګیبریئس ویلي دي چې د غزه په شفا روغتون ې د اسرائیلي پوځیانو د برید خبر ډیر اندېښمنونکے دے، روغتون د جګړې ډګر نه دے۔ په سوشل ميډيا پلېټ فارم اېكس په شفا روغتون د اسرائيلي عسكرو د بريد غندنه كولو سره ده ووئيل مونږ د طبي عملې او د …
د غزه په شفا روغتون د اسرائیل د برید خبر اندېښمنونکے دے، روغتون د جګړې ډګر نه دے٬ ملګري ملتونه
ملګري ملتونه ۔16نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال تنظيم (ډبليو اېچ او) ډي جي ټیډروس ازبانوم ګیبریئس ویلي دي چې د غزه په شفا روغتون ې د اسرائیلي پوځیانو د برید خبر ډیر اندېښمنونکے دے، روغتون د جګړې ډګر نه دے۔ په سوشل ميډيا پلېټ فارم اېكس په شفا روغتون د اسرائيلي عسكرو د بريد غندنه كولو سره ده ووئيل مونږ د طبي عملې او د رنځورانو د حفاظت په اړه زيات فكر اخستې يوو ولې چې د روغتون عملې سره زمونږ رابطه يو وارې بيا ختمه شوې ده۔ با اړخ ته د ملګرو ملتونو د بشري چارو بیړنیو مرستو كوآرډينېټر مارټن ګريفتھس په اېكس جاري كړي خپل پوسټ كښې ووئيل چې په شفا روغتون د اسرائيلي عسكرو بريد مونږ اندېښنې سره مخ كړې يوو٬ روغتون د جنګ مېدان نه دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د نوې زېږېدلې ماشومانو ٬ رنځورانو ٬ طبي عملې او ټولو وګړو تحفظ ته دې په نورو ټولو اندېښنو ترجيح وركړے شي۔











