تل ابيب 15 نومبر (اے پي پي) د اسرائيل خارجه وزير اېلي کوهن وئيلي دي د حماس تر خاتمې به په غزه كښې پوځي كاروائۍ دوامداره وي۔ د روسيه ميډيا له مخې په اېف اېم راډيو 103 خپلې مركه كښې ده ووئيل اسرائيلي پوځ به د غزه په پټۍ كښې خپلې كاروائۍ تر ھغې جاري ساتي تر څو چې حماس نه وي ختم شوے او يرغمال راخوشې شوې نه وي۔ …
د حماس تر خاتمې به په غزه كښې پوځي كاروائۍ دوامداره وي۔ اسرائيل
تل ابيب 15 نومبر (اے پي پي) د اسرائيل خارجه وزير اېلي کوهن وئيلي دي د حماس تر خاتمې به په غزه كښې پوځي كاروائۍ دوامداره وي۔ د روسيه ميډيا له مخې په اېف اېم راډيو 103 خپلې مركه كښې ده ووئيل اسرائيلي پوځ به د غزه په پټۍ كښې خپلې كاروائۍ تر ھغې جاري ساتي تر څو چې حماس نه وي ختم شوے او يرغمال راخوشې شوې نه وي۔ ده ووئيل دواړه هدفونه سر كولو له به عمليات جاري ساتو۔ ده ووئيل د په غزه پټۍ كښې د الشفاء هسپتال په انګڼ كښې د كاروائيو مقصد د حماس د ترهګرۍ مائن تباه كول او يرغمال لټول دي










