لنډی کوتل۔ 15 نومبر (اے پی پی) د ډېډلائن ختمېدو څخه وروستو په 14 مه ورځ د نومبر په 14 مه نېټه هم په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو افغانانو كورنيو افغانستان ته د ستنېدو لړۍ روانه پاتې شوه۔ تېره ورځ د طورخم پولې د لارې د 535 كورنيو 2712 وګړي افغانستان ته ورسېدل۔ د خېبر ډپټي كمشنر کېپټن ریټائرډ ثناء اللہ اے پی پی سره خپلو خبرو كښې …
په 14 نومبر د طورخم پولې د لارې د 535 افغان كورنيو 2712 كسان افغانستان ته لاړل ٬ د خېبر ډپټي كمشنر

مزید خبریں
لنډی کوتل۔ 15 نومبر (اے پی پی) د ډېډلائن ختمېدو څخه وروستو په 14 مه ورځ د نومبر په 14 مه نېټه هم په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو افغانانو كورنيو افغانستان ته د ستنېدو لړۍ روانه پاتې شوه۔ تېره ورځ د طورخم پولې د لارې د 535 كورنيو 2712 وګړي افغانستان ته ورسېدل۔ د خېبر ډپټي كمشنر کېپټن ریټائرډ ثناء اللہ اے پی پی سره خپلو خبرو كښې ووئيل تېره ورځ د خېبر ضلعې په لنډی کوتل انټری هولډنګ پوائنټ كېمپ كښې نادره وېن كښی د 203 كورنيو 898 وګرو په كومو كښې چې ماشومان او مېرمنې شاملې وې او د طورخم پولې د لارې په خصوصي اجازت نامه د 357 كورنيو 1422 كسان بېرته لاړل۔ دغسې 392 افغان وګړي ډيپورټ كړے شول۔ ده ووئيل ټول افغانې كورنۍ د طورخم پولې د لارې افغانستان ته په عزت سره رخصت كړې شوي دي۔











