د فلسطين مسئله د هر مسلمان مسئله ده ٬ مونږ به تر وروستۍ سلګۍ د فلسطينيانو ترڅنګ ولاړ يؤ٬ سراج الحق

لاهور۔14نومبر(اے پی پی) د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي د فلسطين مسئله د هر مسلمان مسئله ده ٬ مونږ به تر وروستۍ سلګۍ د فلسطينيانو ترڅنګ ولاړ يؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په جامعه سراج العلوم رحمان پورہ لاهور كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د فلسطين مسئله د هر يو مسلمان مسئله ده او د فلسطين كاميابي د امت كاميابي …

لاهور۔14نومبر(اے پی پی) د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي د فلسطين مسئله د هر مسلمان مسئله ده ٬ مونږ به تر وروستۍ سلګۍ د فلسطينيانو ترڅنګ ولاړ يؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په جامعه سراج العلوم رحمان پورہ لاهور كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د فلسطين مسئله د هر يو مسلمان مسئله ده او د فلسطين كاميابي د امت كاميابي ده۔ ده ووئيل د وينې تر وروستي څاڅكې د فلسطينن اولس د ظالم رياست په وړاندې اودرېدے شي او د ټانكونو او توپو مقابله كولې شي٬ كه اسلامي نړۍ د دوي ملاتړ نه كوي نو اسرائيل نور هم وړاندې تللے شي۔ په دې موقع خپله وېنا كښې احمد سلمان بلوچ ووئيل اسلامي نړۍ چې دا مهال كومو مسئلو سره مخ ده په هغې كښې يوه د اولنۍ قبلې آزادي هم ده۔ ده ووئيل په 19نومبر د اتوار په ورځ بايد هر يو غزه مارچ كښې ګډون كولو له كمېپس پل ته راورسيږي ۔ ده ووئيل مونږ د فلسطيني اولس سره ولاړ وو او ولاړ به يؤ۔

مزید خبریں