د غزه په الشفا روغتون کښې د 7 نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون 34 رنځوران مړه شوي۔ د فلسطين د روغتيا وزارت

غزہ ۔14نومبر (اے پی پی) د فلسطین د روغتیا وزارت وئیلي دي چې د غزه په الشفا روغتون کښې د 7 نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون 34 رنځوران مړه شوي دي۔ د سعودي رسنیو د راپور له مخې د غزه د روغتیا مرستیال وزير یوسف ابو ریش ویلي چې د غزه په الشفا روغتون کښې د 7 نویو زیږېدلو ماشومانو په ګډون 34 رنځوران په حق رسېدلي دي۔ ده ووئیل …

غزہ ۔14نومبر (اے پی پی) د فلسطین د روغتیا وزارت وئیلي دي چې د غزه په الشفا روغتون کښې د 7 نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون 34 رنځوران مړه شوي دي۔ د سعودي رسنیو د راپور له مخې د غزه د روغتیا مرستیال وزير یوسف ابو ریش ویلي چې د غزه په الشفا روغتون کښې د 7 نویو زیږېدلو ماشومانو په ګډون 34 رنځوران په حق رسېدلي دي۔ ده ووئیل چې د غزه په شمال کښې ټول روغتونونه غېر فعاله شوي دي۔ د غزه په الشفا روغتون کښې د اسراییلي پوځ د بمبارۍ په مهال د تېلو د كمي له امله انکیوبيټرز بند شوي دي۔ په غزه کښې د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکو خبرداری ورکړې چې په دغه روغتون کښې تر درې زره زيات رنځورانو او طبي عملې پناه اخستې ده كوم چې د اوبو او خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي، روغتون له دریو ورځو راهیسې برېښنا ٬ اوبه او نورې ضروري آسانۍ نه لري۔ دې څخه وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستې ادارې وئيلې وو چې په غزه كښی په ټولو 36 روغتونونو كښې 20 غېر فعاله شوي دي

مزید خبریں