کراچی۔ 13 نومبر (اے پی پی) د پاکستان او چینی بحریه ترمينځه د دوه اړخيزه مشق سي ګارډين 2023 حوالې سره په كراچۍ كښې پرېس كنفرس وكړے شو۔ د پاک بحریه كموډور عاصم سهېل ملك او د چين بحريه سينئر كېپټن چي جيان ګډون كوؤنكي د مشق مقاصدو او تفصيلاتو په اړه خبر كړل۔ کموډور عاصم سهیل ملك ووئيل پاكستان چين تل مضبوط ستراتيجيكي همكار پاتې شوي دي او دې …
سي ګارډين 2023 سره به لسيزو څخه راروانه پاك چين ملګرتيا لا قوي شي٬ د پاك بحريه كموډور عاصم سهېل ملك او د چين بحريه سينئر كېپټن چي جيان پرېس بريفنګ

مزید خبریں
کراچی۔ 13 نومبر (اے پی پی) د پاکستان او چینی بحریه ترمينځه د دوه اړخيزه مشق سي ګارډين 2023 حوالې سره په كراچۍ كښې پرېس كنفرس وكړے شو۔ د پاک بحریه كموډور عاصم سهېل ملك او د چين بحريه سينئر كېپټن چي جيان ګډون كوؤنكي د مشق مقاصدو او تفصيلاتو په اړه خبر كړل۔ کموډور عاصم سهیل ملك ووئيل پاكستان چين تل مضبوط ستراتيجيكي همكار پاتې شوي دي او دې مشق سره به زمونږ د ملګرتيا پخوانۍ دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔ دې سره به منطقې ته د پېښو خطرو مخنيوي له د همكارۍ او همغږۍ نوې موقعې رامخې ته شي۔ پرېس كنفرنس ته خطاب كښې سینئر کېپټن چی جیان ووئيل دا مشق به په دوه اړخيزه ستراتيجيكي مرسته اډانه همكاري لا مضبوطه كړي۔ د پاکستان او چینی بحریه فرنټ لائن جنګی بحری بېړۍ ٬ فریګیټس ، چورلكې ، ریسکیو جهاز، آبدوز او اسپیشل فورسز به مشق كښې برخه اخلي۔ دا مشق په هاربر او سمندری پړاؤنو مشتمل دے۔ د دې سمندري پراؤ به 14 څخه تر 16 ستمبر ترسره كولې شي۔ د دې لړۍ اولنې دوه اړخيزه مشق سي ګارډين په كال 2014 كښې شوے وو او دا مشق په باقاعدګۍ سره هر كال وار وار په پاكستان او چين كښې كېږي











