په غزه د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې 11 زره كسان مړه ٬ 41 زره كورونه ويجاړ شوي٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه۔ 13نومبر(اے پی پی) په غزه د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې 11 زره څخه زيات كسان مړه او 27 زره 490 كسان ژوبل شوي دي۔ د برطانوی ورځپاڼې لمخې په غزه 7 اكتوبر څخه د پېل شويو د اسرائيل زمكيزو ٬ سمندري او فضائي بريدونو په لويه كچه تباهي خپره كړې ده۔ په دې اړه د ملګرو ملتونو د بشري چارو رابطه دفتر په وېب پاڼه د جاري …

ملګري ملتونه۔ 13نومبر(اے پی پی) په غزه د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې 11 زره څخه زيات كسان مړه او 27 زره 490 كسان ژوبل شوي دي۔ د برطانوی ورځپاڼې لمخې په غزه 7 اكتوبر څخه د پېل شويو د اسرائيل زمكيزو ٬ سمندري او فضائي بريدونو په لويه كچه تباهي خپره كړې ده۔ په دې اړه د ملګرو ملتونو د بشري چارو رابطه دفتر په وېب پاڼه د جاري شوي رپورټ لمخې په غزه د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې تر دې دمه 41 زره څخه زيات كورونه تباهي شوي او 2 لكه 22 زره څخه زياتو نورو ودانيو ته زيان رسېدلے دے۔ رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي چې د اسرائيلي بريدونو په مهال 11 زره څخه زيات كسان مړه او 27 زره 490 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ په مړو شويو كښی 3 زره 27 مېرمنې ، 4506 ماشومان او 678 ضعيفان وګړي شامل دي۔ د رپورټ له مخې 27 سوه كسان په كومو كښې چې 15 سوه كوچنيان هم شامل دي تر دې دمه بې دركه دي يا د ملبې لاندې ګېرېدو امكان لري۔ د رپورټ له مخې په مجموعي توګه د غزه لږ تر لږ 45 فيصده د استوګې يونټ زيانمن يا ويجاړ كړې شوي دي۔ دا شمېرې د غزه د چارواكو لخوا وړاندې كړېې شوي دي۔

مزید خبریں