د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلیٰ محمد اعظم خان په حق ورسيد

پېښور 11 نومبر (اے پي پي) خېبر پښتونخوا نګراں وزیراعلیٰ محمد اعظم خان په حق رسيدلې دې۔د محمد اعظم خان تيره شپه طبیعت خرابيدو نه پس د پېښور نجی روغتون ته رسولې شوي چرته چې هغه د خالي په ورځ په حق رسيدلې۔د هغه د جنازې لمونځ د خالي په ورځ درې نيمي بجے پړانګ چارسده كښې ادا كړې شوي۔د روغتون وياند او د كورنۍ غړو د هغه د مرګ …

پېښور 11 نومبر (اے پي پي) خېبر پښتونخوا نګراں وزیراعلیٰ محمد اعظم خان په حق رسيدلې دې۔د محمد اعظم خان تيره شپه طبیعت خرابيدو نه پس د پېښور نجی روغتون ته رسولې شوي چرته چې هغه د خالي په ورځ په حق رسيدلې۔د هغه د جنازې لمونځ د خالي په ورځ درې نيمي بجے پړانګ چارسده كښې ادا كړې شوي۔د روغتون وياند او د كورنۍ غړو د هغه د مرګ تصدیق کړې دې۔ محمد اعظم خان په 21 جنوری 2023 د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلیٰ سوګند اخستلې ؤ۔اعظم خان ستمبر 1990 نه تر جولائی 1993 چیف سیکریټری خېبرپښتونخوا فرائض ترسره كړي۔ جنوری 1997 نه تر 6 جون 2007 یو این ډی پی پروګرام تخفیف غربت ایډوائزر ؤ۔هغه د 24 اکتوبر 2007 نه تر 01 اپریل 2008 د خزاني وزير خېبرپښتونخوا خذمات ترسره كړي دغسې كال 2018 نګران حکومت كښې وفاقی وزیر داخله هم پاتې شوي۔ محمد اعظم خان د چارسده پړانګ سيمه كښې زيږدلې۔هغه د پېښو پوهنتون څخه د قانون ډګری ترلاسه كړې دغسې لنکن اِن کالج لندن څخه ئې د بار امتحان پاس کړې۔هغه د سول سروس امتحان پاس کولو نه بس ډسټرکټ مینجمنټ ګروپ كښې شمولیت اختیار کړې او سول سروس څخه چیف سیکرټری په چوكۍ ریټائرډ شوې۔هغه د پیټرولیم او قدرتی وسائلو وفاقی سیکرټری هم پاتې شوي ؤ۔

مزید خبریں