پېښور 10 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران وزير اعلي محمد اعظم خان وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا څخه په غير قانوني توګه د مېشته غير ملکيانو انخلا عمل په ښه ډول روان دې، صوبائي حکومت په رضا کارانه ډول خپل هېواد ته تلونكو غير ملکيانو له هر ډول آسانۍ وركوي او دې مقصد لپاره صوبائي حکومت خصوصي فنډ بيل كړې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده …
په غير قانوني توګه د مېشته غير ملکيانو انخلا عمل په ښه ډول روان دې۔ د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلي

مزید خبریں
پېښور 10 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران وزير اعلي محمد اعظم خان وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا څخه په غير قانوني توګه د مېشته غير ملکيانو انخلا عمل په ښه ډول روان دې، صوبائي حکومت په رضا کارانه ډول خپل هېواد ته تلونكو غير ملکيانو له هر ډول آسانۍ وركوي او دې مقصد لپاره صوبائي حکومت خصوصي فنډ بيل كړې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د يو اين ايچ سي آر نمائنده فيليپا کينډلر په مشرۍ كښې پلاوي سره ملاقات په مهال كړي۔ په دې موقع چيف سيکرټري او ايډېشنل چيف سيکرټري داخله خېبر پښتونخوا هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې په غير قانوني توګه مېشته غير ملکيانو انخلا په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نګران وزير اعلي ووئيل خپل هېواد ته ستنيدونكو غير ملکيانو سره د انساني همدردۍ په تناظر كښې ښه سلوك كېږي، ميرمنو ٬ مشرانو وګړو او ماشومانو د صوبې د روايات او اقدار له مخې خاص خيال ساتلې كېږي، دغه غير ملکيانو عارضي قيام لپاره جوړ شوې ټرانزټ پوائنټس كښې د قيام او طعام ښه انتظامات شوې دي، د انخلا عمل كښې څه ډول ګيلو آزالے لپاره ميکانزم جوړ شوې دې۔











