د سعودي عرب په بلنه 8مه د اسلامي مشرانو د غير معمولي غونډي تيارۍ لپاره د اعليٰ چارواكو غونډه په رياض كښې پيل شوه

جده 10نومبر (اے پي پي) د سعودي عرب په بلنه 8مه د اسلامي مشرانو د غير معمولي غونډي تيارۍ لپاره د اعليٰ چارواكو غونډه په رياض كښې پيل شوې ده۔ د او آئي سي د اړخه د جمعې په ورځ د جاري شوې بيان له مخې دا غونډه د فلسطين د اولس په ضد وحشيانه اسرائيلي جارحيت په اړه د خيالاتو څرګندونې له رابللې شوي ده۔ د غونډي په مهال …

جده 10نومبر (اے پي پي) د سعودي عرب په بلنه 8مه د اسلامي مشرانو د غير معمولي غونډي تيارۍ لپاره د اعليٰ چارواكو غونډه په رياض كښې پيل شوې ده۔ د او آئي سي د اړخه د جمعې په ورځ د جاري شوې بيان له مخې دا غونډه د فلسطين د اولس په ضد وحشيانه اسرائيلي جارحيت په اړه د خيالاتو څرګندونې له رابللې شوي ده۔ د غونډي په مهال د غړو هېوادونو مندوبينو د حتمي اعلاميې په مسودے د خيالاتو څرګندونه كړي كومه به چې غور لپاره د خارجه وزيرانو غونډي ته وړاندې كولې شي او دې نه پس به اسلامي مشرانو په 8مه غير معمولي غونډه كښې منظورۍ لپاره وړاندې كولې شي۔ د مشرانو غونډه به په 11 نومبر او آئي سي هېوادونو او حکومتي مشرانو په موجودګۍ كښې كولې شي۔ دا غير معمولي غونډه د او آئي سي موجوده مشر د سعودي عرب په خواست فلسطين او القدس الشريف ته پېښ سنګين صورتحال په اړه رابللې شوېده۔

مزید خبریں