د كل جماعتي حريت كنفرنس تر اهتمام لاندې كنفرنس ٬ د جموں شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې

اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) کل جماعتی حریت کنفرنس (آزاد جموں وكشمير) د جموں شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره نن د ګل په ورځ د کنوینئر محمود احمد ساغر په مشرۍ كښې يو كنفرنس وكړو۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د آزاد جموں وكشمير پخوانے صدر سردار يعقوب په دې موقع خاص مېلمه ؤ ۔ په كنفرنس كښې پخواني وزيراعظم سردار عتيق احمد خان ٬ د …

اسلام آباد۔6 نومبر(اے پی پی) کل جماعتی حریت کنفرنس (آزاد جموں وكشمير) د جموں شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره نن د ګل په ورځ د کنوینئر محمود احمد ساغر په مشرۍ كښې يو كنفرنس وكړو۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د آزاد جموں وكشمير پخوانے صدر سردار يعقوب په دې موقع خاص مېلمه ؤ ۔ په كنفرنس كښې پخواني وزيراعظم سردار عتيق احمد خان ٬ د جماعت اسلامي اے جے كے امير ډاكټر مشتاق احمد ٬ د رياست وزير احمد رضا قادري ٬ د بشري حقونو كونسل پاكستان چيئرمېن جمشېد احمد ٬ سید یوسف نسیم، الطاف حسین واني ، محمد رفیق ډار، ملک اسحاق، حاجی عارف، عبدالغني لون، چوهدري فاروق، قاضي عمران، غلام نبي بټ او نورو ګډون وكړو۔ كنفرنس ته خپل خطاب كښې مقررينو د جموں شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل كشميرے اولس دا ورځ د دې لوظ پخلي سره لمانځي چې هغوي به د خپلواكۍ تسليم شوي حق ترلاسه كولو پورې د شهيدانو مشن روان ساتي۔ دوي ووئيل د هند وحشي پوځ او د ډوګره مهارجه هري سنګھ ظالم ځواكونو د مكر او فرېب د لارې د جموں د مسلمانانو قتل عام كړے۔ د ده وېنا وه د ډوګره مهاراجه هري سنګھ ځواكونو ٬ هندي عسكرو او د هندو انتها خوښو د جموں په بېلو سيمو كښې د نومبر 1947 په اولنۍ اونۍ كښې پاكستان ته هجرت كوؤنكي د لكھونو په شمېر مسلمانان شهيدان كړي وو۔ په دې مهال د كل جماعتي حريت كنفرنس (آزاد كشمير) مشر لارښود فاروق رحماني په اسلام آباد نه جاري شوي يو بيان كښې ووئيل 6 نومبر 1947 په جموں و کشمیر د ظلم او جبر يو نه هېرېدونكے تاريخ دے۔ ده ووئيل دا نسل كشي د مهاراجه هری سنګھ هندي فورسز ، آر اېس اېس او د مهاراجه پټياله ځواكونو په ګډه كړې وه

مزید خبریں