سعودي عربستان په غزه د اتومي بم غورځولو په اړه د اسرائيلي وزير بيان وغندلو

ریاض ۔6 نومبر(اے پی پی) سعودي عربستان په غزه د اتومي بم د غورځولو په اړه د اسرائیلي حکومت د یو وزیر افراطي څرګندونې په کلکه غندلې دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د خارجه وزارت وېنا ده چې دا ډول بيانونه د اسرائيلي حكومت د غړو انتها خوښي او بربريت په ډاګه كوي۔ د ده وېنا وه چې د اسرائيلي وزير په سمدستي توګه حكومت څخه نه …

ریاض ۔6 نومبر(اے پی پی) سعودي عربستان په غزه د اتومي بم د غورځولو په اړه د اسرائیلي حکومت د یو وزیر افراطي څرګندونې په کلکه غندلې دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې د خارجه وزارت وېنا ده چې دا ډول بيانونه د اسرائيلي حكومت د غړو انتها خوښي او بربريت په ډاګه كوي۔ د ده وېنا وه چې د اسرائيلي وزير په سمدستي توګه حكومت څخه نه اخوا كول او يوازې د هغه غړېتوب معطل كول د ټولو انساني ٬ اخلاقي ٬ مذهبي او قانوني معياراتو او اقدار په بشپړه توګه نظر انداز كول دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اسرائيل د قومي ورثې وزير اېمجے اېل ياهو په يوه مركه كښې وئيلې وو چې په غزه د اتومي بم غورځول هم يو آپشن دے۔ د اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو دفتر وروستو يو بيان جاري كړو په كوم كښې چې دغه آپشن بعيد از قياس وګرځولې شو۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې اسرائيل په غزه كښې د عام وګړو بچ كولو هڅه كوي۔ اسرائيلي وزير سختو ټكونو سره له مخ كېدو وروستو په تويټر خپل بيان كښې ووئيل چې د نيوكليئر بم بيان ما د استعارې په توګه كارولې وو۔

مزید خبریں