غزہ ۔2نومبر(اے پی پی) اسرائیلی وسله وال ځواكونه په 23 لكه آبادۍ لرونكې سيمه غزه هر يو ساعت اوسطا ً د 42 بمونو بمباري كوي۔ الجزیرہ د غزه د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوو شمېرو په اړه وئيلي دي چې د اسرائیل وسله واله ځواكونه د تېرې اكتوبر مياشتې 7 مې نېټې څخه په يو ساعت كښې اوسطا ً د 42 بمونو بمباري كوي۔ د دې بمونو د لاسه …
اسرائیلی وسله وال ځواكونه په 23 لكه آبادۍ لرونكې سيمه غزه هر يو ساعت اوسطا ً د 42 بمونو بمباري كوي٬ رپورټ
غزہ ۔2نومبر(اے پی پی) اسرائیلی وسله وال ځواكونه په 23 لكه آبادۍ لرونكې سيمه غزه هر يو ساعت اوسطا ً د 42 بمونو بمباري كوي۔ الجزیرہ د غزه د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوو شمېرو په اړه وئيلي دي چې د اسرائیل وسله واله ځواكونه د تېرې اكتوبر مياشتې 7 مې نېټې څخه په يو ساعت كښې اوسطا ً د 42 بمونو بمباري كوي۔ د دې بمونو د لاسه په هر ساعت كښې اوسطا ً 12 ودانۍ ړنګې كېږي٬ 15 فلسطيني وګړي شهيدان كیږي په كومو كښې چې 6 ماشومان وي۔ د دې بمبارۍ د لاسه په هر يو ساعت كښې اوسطا ً 35 كسان ژوبل كېږي۔ راپور كښې ئوېلې شوي د اسرائيلي بمبارۍ څخه كور ٬ سكول ٬ جومات ٬ چرچ او روغتون غرض يو ځايې هم محفوظ نه دے۔ دې نه ځانله د اسرائيل پوځ د كارروائيو او دړكو په نتيجه كښې په قطبي غزه كښې نزدې 8 لكه څخه زيات كسان بې كوره شوي ۔ اسرائیلی ځواكونو بې كوره شوو فلسطيني وګړو لپاره نورو سيمو ته د تللو لارې هم بندې كړي دي۔











