واشنګټن 30 اكتوبر(اے پي پي) امرېكې اسرائيل له خبردارے وركړے چې په غزه كښې د حماس جنګيالو او د وګرو تر مينځه فرق وكړئ او په غزه كښې د بې ګناه وګرو تحفظ لازمي وكړئ۔ د سپېنې ماڼې نه جاري بيان تر مخه صدر بائيډن د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو سره ټېلې فوني تماس نيولے دے چې پكښې وئېلې شوي اسرائيل دې په غزه كښې د حماس جنګيالو او …
اسرائيل دې غزه كښې د حماس جنګيالو او وګړو تر مينځه فرق وكړي او د بې ګناه وګړو حفاظت دې وكړي٬ بائيډن
واشنګټن 30 اكتوبر(اے پي پي) امرېكې اسرائيل له خبردارے وركړے چې په غزه كښې د حماس جنګيالو او د وګرو تر مينځه فرق وكړئ او په غزه كښې د بې ګناه وګرو تحفظ لازمي وكړئ۔ د سپېنې ماڼې نه جاري بيان تر مخه صدر بائيډن د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو سره ټېلې فوني تماس نيولے دے چې پكښې وئېلې شوي اسرائيل دې په غزه كښې د حماس جنګيالو او وګړو تر مينځه فرق وكړي او د بې ګناه وګړو حفاظت دې وكړي۔ده وئېلې دي اګر چه د امريكا اتحادي ته د دفاع حق تر لاسه دے خو دوي له د نړيوال بشري قانون تر مخه داسې كول غواړي جې د وګړو تحفظ ته پام لرنه وكړي ۔ ياد دې وي دا بيان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شوے چې كله نړيوالو لارښودو د جنګ ځپلې تر فلسطينې خاورې رسنې لپاره د بشري مرستې زيات ضرورت له نړۍ ته غږ كړے دے











