د تورې ورځې په موقعه په برطانيه او ګرده اروبا كښې احتجاجي لاريونونه وويستلې شوو

لندن۔29اکتوبر(اے پی پی) په جموں وكشمير د هند د غېر قانوني قبضه 76 كلونو په بشپړ كېدو كشميري ٬ پاكستاني او دوئي سره خواخوږي لرونكو وګړو په برطانيه او ګرده اروپا كښې د هندي سفارتخانو مخې ته احتجاجي لاريونونه ووېستل۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تحریک کشمیر برطانیه د په ټولو سيمه كښې د احتجاجي لاريونونو او ډيجيټل مهم مشري كولو سره د نړيواله ورورولۍ پام د كشمير سنګين …

لندن۔29اکتوبر(اے پی پی) په جموں وكشمير د هند د غېر قانوني قبضه 76 كلونو په بشپړ كېدو كشميري ٬ پاكستاني او دوئي سره خواخوږي لرونكو وګړو په برطانيه او ګرده اروپا كښې د هندي سفارتخانو مخې ته احتجاجي لاريونونه ووېستل۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تحریک کشمیر برطانیه د په ټولو سيمه كښې د احتجاجي لاريونونو او ډيجيټل مهم مشري كولو سره د نړيواله ورورولۍ پام د كشمير سنګين صورتحال په لوري وګرځولو۔ هند په 27 اکتوبر 1947 د ملګرو ملتونو لخوا په تسليم شوې متنازعه سيمه بريد كولو سره قبضه كړې وه۔ د تحریک کشمیر برطانیه صدر فهیم کیانی په اوسلو كښې يو لاريون ته خطاب كښې ووئيل وخت راغلے دے چې ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي سترګې پرانيزي او كشميري اولس ته په آزاده او منصفانه توګه د خپلې رايې كارولو حق وركړي۔ فهیم کیانی ووئيل په هند كښې نازی ازم څخه متاثر حكومت يو بدمعاش حكومت جوړ شوے دے او په مغربي پلازمينو كښې هم د انسانيت په ضد جرمونه كوي۔ د تحریک کشمیر برطانیه په كال لبېك وئيلو سره په ګلاسكو، ډنډی، نیلسن، برمنګھم، کومو، لوټن او مانچسټر كښې هم لاريونونه ووېستلې شوو۔ په اوسلو كښې د احتجاجي لاريون مشري د تحريك كشمير ناروے صدر شاہ حسېن او عمومي سېكتر رفاقت علی وكړه۔ د تحریک کشمیر لارښودو محمد حنیف راجه، شاہ حسین، رفاقت علی، چوهدری فخر اقبال، چوهدری یاسین، چوهدری اکرام الحق، چوهدری نصر اقبال، چوهدری محمد رمضان، سید طفیل حسین شاہ او شوکت سلطان په خپلو خپلو ښارونو او سيمو كښې د احتجاجي لاريونونو مشري وكړه۔

مزید خبریں