کابل۔29اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان په لوئيديز ولايت هرات كښې د راغلې تازې زلزلې په نتيجه كښې 13 كسان ژوبل شوي دي۔ د چينائي خبر رسنې ادارې له مخې د هرات ولايت سيمه ايز روغتون مشر نور ګل ولي زاده ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چې تېره شپه درې دقيقې كم 12 بجې د زلزلې جړقونه محسوس شول چې په نتيجه كښې يۍ 13 كسان ژوبل شوي كوم چې روغتون …
په افغانستان كښې د زلزلې تازه جړقونه ٬ 13 كسان ژوبل
کابل۔29اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان په لوئيديز ولايت هرات كښې د راغلې تازې زلزلې په نتيجه كښې 13 كسان ژوبل شوي دي۔ د چينائي خبر رسنې ادارې له مخې د هرات ولايت سيمه ايز روغتون مشر نور ګل ولي زاده ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چې تېره شپه درې دقيقې كم 12 بجې د زلزلې جړقونه محسوس شول چې په نتيجه كښې يۍ 13 كسان ژوبل شوي كوم چې روغتون ته رارسولې شوي دي۔ ده ووئيل د اتوار په ورځ سهار د ځايي وخت له مخې په 20 دقيقي دپاسه 9 بجې هم د زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د امرېکن جیولوجیکل سروے شمېرو له مخې تېره شپه په هرات ولايت كښې د راغلې زلزلې شدت 5.0 او ژوروالې يۍ 10 کلومیټره وو۔ د اتوار په ورځ راغلې زلزله د 4.8 شدت وه۔ د ځايي وګړو وېنا ده چې د زلزلې په نتيجه كښې املاكو ته زيان رسېدلے دے۔











