مصر ، د يو شمير ګاډونو په خپلو كښې د ټكر كيدو پېښه ٬ 32 كسان مړه ٬ 63 ٬ژوبل

قاهرہ۔29 اکتوبر(اے پی پی) په مصر كښې د يو شمېر ګاډو يو بل سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 32 كسان مړه او 63 نور ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د مصر د روغتيا وزارت لخوا په خپور شوي يو بيان كښې وئيلې شوي دي چې بحېرہ ګورنرۍ ته نزدې په الېګزېنډریه روډ د سفر په مهال يو موټر څخه د تېلو د …

قاهرہ۔29 اکتوبر(اے پی پی) په مصر كښې د يو شمېر ګاډو يو بل سره د ټكر كېدو پېښې په نتيجه كښې 32 كسان مړه او 63 نور ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د مصر د روغتيا وزارت لخوا په خپور شوي يو بيان كښې وئيلې شوي دي چې بحېرہ ګورنرۍ ته نزدې په الېګزېنډریه روډ د سفر په مهال يو موټر څخه د تېلو د وتلو له امله 64 ګاډي يو بل سره ټكر شول۔ دې پېښه كښې يو شمېر ګاډو اور واخست كوم چې په بشپړه توګه وسوځېدل۔ بيان كښې وئيلې شوي چې مړه شوي او ژوبل كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ دا هم وئيلې شوي چې په مړو شويو كښې زياته شمېره د ماشومانو ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په مصر كښې هر كال د تند رفتارۍ ٬ د سړكونو د ناقص حالت او د ټرېفك د قوانينو د خلاف ورزۍ له امله ترافيكي پېښو كښې د زرګونو په شمېر كسان مړه كېږي۔ د تېرو څو كلونو په مهال مصر ترافيكي پېښې كمولو له د خپلو سړكونو نېټ ورك اپ ګرېډ كړے دے۔

مزید خبریں