دبئی۔29اکتوبر(اے پی پی) متحده عرب امارات په غزه كښې د اسرائیلي پوځ ځمکني عملیات په کلکه غندلي دي٬ د امارات اليوم له مخې د اماراتي خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې اماراتي خارجه وزير د اسرائيلي پوځ په غزه كښې د ځمكني عملياتو سخته غندنه كولو سره و وئيلي دي چې په غزه كښې دې د بې ګناه عامو وګړو وینه تویول ودرولې شي۔ ده د ملګرو ملتونو …
امارات په غزه كښې د اسرائيلي پوځ ځمكني عمليات وغندل
دبئی۔29اکتوبر(اے پی پی) متحده عرب امارات په غزه كښې د اسرائیلي پوځ ځمکني عملیات په کلکه غندلي دي٬ د امارات اليوم له مخې د اماراتي خارجه وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې اماراتي خارجه وزير د اسرائيلي پوځ په غزه كښې د ځمكني عملياتو سخته غندنه كولو سره و وئيلي دي چې په غزه كښې دې د بې ګناه عامو وګړو وینه تویول ودرولې شي۔ ده د ملګرو ملتونو د سلامي كونسل په قرارداد د فوري عملدرآمد په ضرورت زور هم راوړو په كوم كښې چې په انساني بنيادونو د جنګ په بندولو او د غزه وګړو ته د مرستې سامان په فوري توګه د رسولو په اهميت زور راوړلے شوے دے۔ اماراتي خارجه وزير ووئيل د وګړو د ځانونو تحفظ په ترجيحي بنيادونو باوري كولو له دې روانې عسكري كارروايۍ بندې كړې شي دغسې چې د غزه وګړو ته د مرستې سامان ورسولې شي۔











