ملګري ملتونه ۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ ویاندې روینه شمداساني وئیلي چې په غزه كښې هېڅ ځايې د اسرائیلو له بې رحمه بریدونو څخه محفوظ نه دے۔ دې د ملګرو ملتونو په دفتر کښې په یو خبري کنفرنس کښې د اسرائیل او فلسطین روانې جګړې جاج واخست۔ دې ووئيل زياته آبادي لرونكو سيمو كښې د اسرائيلو بريدونو له امله بنيادي اډانه …
په غزه كښې هيڅ ځايې محفوظ نه دے پاتې شوې٬ ملګري ملتونه
ملګري ملتونه ۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ ویاندې روینه شمداساني وئیلي چې په غزه كښې هېڅ ځايې د اسرائیلو له بې رحمه بریدونو څخه محفوظ نه دے۔ دې د ملګرو ملتونو په دفتر کښې په یو خبري کنفرنس کښې د اسرائیل او فلسطین روانې جګړې جاج واخست۔ دې ووئيل زياته آبادي لرونكو سيمو كښې د اسرائيلو بريدونو له امله بنيادي اډانه او وګړو ته زيات زيان رسېدلے دے۔ دې ووئيل دا وضعت نړيوال بشري قانون سره هېڅ مطابقت نه لري۔ د غزې په ضد د اسرائيل لخوا د اوبو ٬ خوراك ٬ تېلو او برېښنا بندول اجتماعي سزا ذكر كولو سره دې ووئيل د تېلو د كمښت له امله روغتونه او بېكرۍ بندې شوي دي۔ دې ووئيل په غزه كښې ګېر 2.2 ملين وګړي انساني تباهۍ سره مخ دي۔ دې ووئيل اسرائيل له به په غزه كښې اجتماعي سزا لړۍ ختمول وي ولې چې دا يو جنګي جرم دے۔











