نړيواله ورورولي دې د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشمير كشالې هاري لپاره كوټلې اقدامات وكړي، هند دې غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات بېرته واخلي۔ او آئي سي

جدہ 27 اکتوبر (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) عمومي سېكټرېټ نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه كړې چې ھغوي دې د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشمير كشالې هواري لپاره كوټلې اقدامات وكړي٬ په 27م اکتوبر په جمو و كشمير د هند د ناجائزه قبضې 76 كالونه ترسره شول۔ د جمعې په ورځ د او آئي سي عمومي سېكرټرېټ لخوا د كشمير تورې ورځ …

جدہ 27 اکتوبر (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) عمومي سېكټرېټ نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه كړې چې ھغوي دې د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشمير كشالې هواري لپاره كوټلې اقدامات وكړي٬ په 27م اکتوبر په جمو و كشمير د هند د ناجائزه قبضې 76 كالونه ترسره شول۔ د جمعې په ورځ د او آئي سي عمومي سېكرټرېټ لخوا د كشمير تورې ورځ په موقع جاري خپل بيان كښې د هند د غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو پشمول د دوي حقونو لپاره د او آئي سي د ملاتړ پخلے وكړو۔ د عمومي سېكرټرېټ د اسلامي مشرانو د غونډې او د او آئي سي د خارجه وزيرانو د پرېكړو او قراردادونو حواله وركولو سره په هند زور رواړلے شو چې هند دې په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د اولس د بنيادي انساني حقونو احترام وكړي او د دې منطقې په نړيواله كچه تسليم شوے متنازعه حېثيت بدلولو له په 5م اګست كال 2019 پورته كړي غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات دې بېرته واخلي

مزید خبریں